ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: نړۍواله ټولنه دې د افغانانو پر سوداګرۍ لګولي محدويتونه لرې کړي

متقي: نړۍواله ټولنه دې د افغانانو پر سوداګرۍ لګولي محدويتونه لرې کړي

author avatar
13 Jul 2023 - 15:28
متقي: نړۍواله ټولنه دې د افغانانو پر سوداګرۍ لګولي محدويتونه لرې کړي
author avatar
13 Jul 2023 - 15:28

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه دې د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبايوا، د يوناما مرستيال او د بشري چارو نوي مسوول ډانيل انډريس، د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره ليدلي دي.

هغه وايي، په دې لیدنه کې ډانيل انډريس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو نوي مسوول په توګه معرفي شو او ویې ویل: «دا يې افغانستان ته په تېرو څه باندې درې لسيزو کې درېيم ماموريت دی او دا ځل په داسې حال کې افغانستان ته راغلى چې جنګ پای ته رسېدلی او امنيت او ثبات راغلی دى.»

سرچینې زیاته کړې چې روزا اتونبايوا په تېرو څو اونيو کې د افغانستان په اړه ترسره شوو او راتلونکو نړۍوالو غونډو د اهدافو په اړه د بهرنيو چارو له وزير سره معلومات شريک کړل.

تکل زیاتوي: «د بهرنيو چارو وزير، مولوي اميرخان متقي ډانيل انډريس ته د نوموړي په نوې دنده کې د برياليتوب د هيلې ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.»

د سرچینې په وینا، متقي غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره کېدونکې مرستې په داسې توګه عيارې شي چې د عامو وګړو پر ژوند مثبتې اغېزې ولري.

هغه وويل چې نړۍواله ټولنه بايد د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي او هغوی ته دې د باعزته کاروبار فُرصت برابر کړي.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.