Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او په کابل کې د ایران سفیر په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د افغانستان په مختلفو برخو کې د کار کولو ژمنه کړې او ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو لپاره یوه ګډهخونه رامنځته کوي.
د خوست غلام خان لار چې له کوزې پښتونخوا او پاکستان سره دویمه نږدې ترانزيټي لار بلل کېږي، په دې وروستيو کې پرې سوداګري پنځوس سلنه کمه شوې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دې د شته ستونزو هواري لپاره ګډ او مخلصانه اقدامات وشي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د نږدې اړیکو ټینګولو په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د اسلامي امارت بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د افغان – ایران خونې غونډه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ترانسپورټ کمېسيون له لوري د کرايو لوړوالی او د لايحې خلاف کړنو دغه ولايت کې پر سوداګرۍ او د سوداګرو ترمنځ پر رقابت اغيزې کړې او ا.ا دې دغه ستونزه حل کړي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزې سوادګرۍ او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې دروازه هم له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شوه.
د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه دغه ولایت کې کوچنیو او لویو سوداګریو ته د ښځو د لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې اوسمهال د سوداګریزو جوازونو اخیستو لپاره د پخوا په نسبت ډېرې ښځې مراجعه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن