ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه کمه شوې

د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه کمه شوې

author avatar
30 Mar 2024 - 14:44
د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه کمه شوې
ارشیف
author avatar
30 Mar 2024 - 14:44

خوست‌ښار (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د خوست غلام خان لار چې له کوزې پښتونخوا او پاکستان سره دویمه نږدې ترانزيټي لار بلل کېږي، په دې وروستيو کې پرې سوداګري پنځوس سلنه کمه شوې ده.

سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي پر دې لار د سوداګرۍ کمېدو عمده لامل پر هغو ترانزيټي مالونو د پاکستان له خوا د ماليې زياتول بولي چې افغان ملي سوداګر يې له نورو هېوادونو د کراچۍ بندر له لارې هېواد ته واردوي.

هغوی وايي، افغان ملي سوداګر دا مهال د کراچۍ پر ځای د چابهار او د ايران بندرونو ته مخ اړولی او له يادو لارو خپل سوداګريز مالونه هېواد ته واردوي.

د خوست سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزی وايي، افغانستان په ۱۹۶۵ کال کې له پاکستان سره ترانزيټي تړون درلود چې په ۲۰۱۰ کال کې د اپټا تړون په نوم بيا نوی شو چې پر اساس به يې دواړه هېوادونه د ورورۍ په فضا کې سوداګريزه راکړه ورکړه کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستان سره له دې چې ياد تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی، سربېره پر هغه يې د غلام خان ترڅنګ له افغانستان سره د وصل ټولې لارې پر افغانانو د سياسي فشار په توګه استعمال کړې او لا هم دوام لري.

ده زياته کړه: «پاکستان هيڅکله د ټولو هغو نړۍوالو قوانينو او ترانزيټي اصولو مطابق له موږ سره نه پخوا برخورد کړی او نه يې اوس کوي، اوس خو يې لا پسې سخته کړی دی؛ د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان دغه بندرونه د سياسي فشار بندرونه نه وي او تجارتي بندرونه وي، لازمه ده چې د افغانستان په مورد دوی يوه تجارتي پاليسي ولري.»

نوموړی وايي چې یادو ستونزو ته په کتو دا مهال د غلام بندر له لارې د پخوا په پرتله ۵۰ سلنه سوداګري کمه شوې ده.

هغه د بېلګې په توګه وویل، پخوا له دې لارې په ورځ کې د سوداګرو ۳۰۰ موټر تلل خو اوس دغه کچه شاوخوا ۱۵۰ ته راټیټه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د غلام خان لار د کراچۍ بندر ته د تورخم په پرتله ۴۶۱ کيلومتره نږدې ده چې پر همدې اساس يې سوداګر پر رسمي ترانزيټ کېدو ټينګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی او د شيخ زايد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد خالد شاکر وايي، د هېواد د ملي اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره د غلام خان لارې رسمي ترانزيټ کېدل ډېر مهم دي.

هغه وايي: «د غلام خان بندر چې د افغانستان له بندرونو يو مهم بندر دی او وروسته له سپین‌بولدکه دويمه نږدې لاره ده چې د افغانستان لپاره د ترانزيټ برخه کې به ډېره موثره تماميږي، د دې لارې اقتصادي ارزښت او اهميت په دې کې دی چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ولس ته به د مصرفي توکو قيمتونه ډېر ارزانه شي او همدا ډول به دواړو خواوو ته د ترانزيټ په رامنځته کېدو سره هوټلونه، نور تفريحي ځايونه زيات او د کورنيو اقتصادونه به ورسره ښه شي.»

پر دې مهمه او ترانزيټي لار د سوداګريزې راکړې ورکړې کمېدو سربېره په دې وروستيو کې د هغو ناروغانو د تګ مخه هم نيول شوې چې د سرطان په څېر د نورو وژونکو ناروغيو د تداوي په موخه د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته تلل.

د خوست يوه اوسېدونکي فدامحمد پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې پاکستاني لوري د غلام خان لار د ناروغانو پر مخ تړلې، خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وويل: «موږ بعضي مريضان دلته لرو چې په خوست کې يې تداوي نه کيږي او بعضي مريضان موږ پېښور ته ليږو، ولې خو اوس نشي تللی ځکه دا د غلام خان لار تړلې ده.»

د خوست يو بل اوسيدونکي حاجي مقدرالله وويل: «د چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې دا لار د خوست لپاره بايد هر وخت خلاصه وي؛ ځکه چې دلته مريضان ډېر دي او داسې مريضان دي چې دلته يې علاج نه کېږي.»

ورته مهال، د خوست د ګمرک رييس حاجي عبدالهادي ابرار بيا وايي، دوی له خپله اړخه د غلام خان پر لار سوداګرو ته ټولې هغه اسانتياوې برابرې کړې دي چې ورته اړتيا ده.

هغه دغه راز له پژواک سره خبرو کې زياته کړه که دغه لار د دواړو هېوادونو په موافقه رسمي ترانزيټ شي، دوی ورته پوره اماده‌ګي لري او پر وړاندې يې هيڅ خنډ نشته.

دی زياتوي: «موږ د مامورينو تشکيل د نورو کلونو په پرتله ۴۰ فيصده زيات کړی، نو نور موږ ستونزه نه لرو، که ترانزيټ عمومي راځي هم موږ اماده يو او د هرې نګاه څخه زموږ مشکل حل دی، ستونزې نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستيال محمدخرم اغا په مشرۍ يو پلاوي کابل ته د خپل سفر په پايله کې له افغان لوري سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د کراچۍ بندرونو کې له نړۍوالو کانټینرونو سیمه‌‌ییزو کانټینرونو ته د مالونو انتقال ته اسانتیاوې برابروي.

Visits: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.