Pajhwok Afghan News

د مزار ښار اوسېدونکي: یو کیلي موټرو ته دې د اسنادو ورکولو لړۍ چټکه شي

مزارشریف (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف اوسېدونکي په دغه ښار کې د بې‌اسناد موټرو له ډېرېدو شکایت کوي او د امنیت لپاره یې ګواښ ګني.

هغوی وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې په مزارشریف ښار کې د بې‌اسنادو وسایطو شمېر ډېر شوی دى.

د مزارشریف ښاریان له حکومته غواړي چې د بې‌اسناده موټرو د ثبت او راجسټر لړۍ دې جدي او ګړندۍ کړي.

په دې اړه د مزارشریف ښار اوسېدونکي حاجي شمیم- چې له کلونو راهيسې په دغه ښار کې ټکسي چلوي- پژواک خبري اژانس ته وويل، بې‌اسناد موټرونو په ښار کې بې‌نظمي جوړه کړې ده.

هغه وايي: «هرچا په ارزانه بيه بې‌اسناده موټر اخيستى، سپرلي هم په کې بيايي خپله هم په کې ګرځي، مونږ هر کال حکومت ته مالیه ورکوو زمونږ او هغوى ترمنځ بايد فرق موجود وي.»

دغه راز د بلخ بل اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل، په ښار کې ډېرې غلاوې، جنایي او نورې پېښې د همدا بې‌اسنادو موټرونو په وسیله ترسره کيږي.

شاه محمد وایي: «له اسنادلرونکو موټرو د اسنادو پوښتنه کېږي که اسناد یې ستونزه ولري، ټرافیک ته وړل کېږي خو د بې‌اسنادو موټرونو د هیڅ شي پوښتنه نه کېږي.»

دغه راز، د مزار بل اوسېدونکى احمد فواد وايي، یو بې‌اسناده موټر په پنځوس زره افغانۍ اخيستل کېږي او حکومت ته مالیه هم نه ورکوي، مګر اسنادلرونکي موټر د دغو وسایطو په تناسب شپږ برابره قیمت لري او هر کال حکومت ته خپله مالیه هم ورکوي، نو باید د بې‌اسنادو موټرونو مخه ونيول شي.

هغوی او د مزارښار يو شمېر نورو اوسېدونکو له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې بې‌اسنادو موټرونو ته د اسناد ورکولو لړۍ دې ګړندۍ کړي، څو د خلکو اندېښنې رفع او د امنيت اخلال لامل نه شي.

په ورته وخت کې، د بلخ ټرافیکو مدیریت مسوولین بې‌اسناده موټرونو د راټولولو او هغوی ته د اسناد د وېش خبر ورکوي.

د بلخ ټرافیکو مدیریت مالي او اداري مرستیال مرزامحمد عزیزي پژواک ته وويل، بې اسنادو موټرونو ته د اسنادو د ورکړې په موخه د حکومت له لوري يو ګډ کمېسيون جوړ شوى دى.

هغه وايي، پلان لري چې تر دې وروسته په ښار بې‌اسناده موټر ودروي، ګمرک ته يې واستوي څو قانوني مراحل ترسره کړي او اسناد ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې بې‌اسنادو موټرونو ته د اسنادو ورکولو په موخه د ثبت او راجستر لړۍ پيل شوې ده.

Views: 162

Exit mobile version