کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده او ځینو ولایتونو کې د یادو توکو د پېر او پلور په تور ۱۴ کسان نیول شوي دي.
یاد وزارت نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې پولیسو په کابل کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې او ۶ کسان یې د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې اووه کسان په هرات ولایت کې د نشهیي توکو او الکولو د پلور په تور او یو بل کس بیا په ننګرهار کې له ۵۵۰ ټابليټ کا سره نیول شوي دي.
سرچیني دغه راز ویلي، د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې پر ۱۰۹ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
د یادونې ده، په هېواد کې د هر ډول نشهيي توکو پر کرکیله او پېر او پلور بندیز لګېدلی او سرغړوونکي يې مجرمین ګڼل کېږي.
Views: 42