ترینکوټ (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): په فراه او اروزګان کې لسګونه جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې او دغهراز په اروزګان، پروان، تخار، فاریاب او بدخشان کې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو یوولس کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د فراه په پشترود ولسوالۍ کې ۸ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، دغهراز له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په پروان کې ۴ کسان د نشهیي توکو د قاچاق، په تخار کې ۲ کسان د نشهیي توکو د پلور او په بدخشان کې یو کس د څلور کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په فاریاب کې بیا د الکولي مشروباتو یوه فابریکه کشف او په تړاو یې ۲ کسان نیول شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، په اروزګان کې دوه کسان د «ومان» په نوم نشهيي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ مبین پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کسان- چې په یوه بایفور موټر کې یې ۱۵۰ کیلوګرامه ومان د دغه ولایت له چورې ولسوالۍ کندهار او بیا پاکستان ته قاچاق کول- نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، ومان طبیعي بوټی دی چې د اروزګان ولایت په غرونو او دښتو کې پیدا کېږي او نه یوازې په درملو کې کارول کېږي، بلکې له دغه بوټي د «شیشې» په نوم نشهيي توکي هم تولیدېږي.
نوموړي همداراز وویل، په دې وروستیو کې په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې پر نږدې سل جریب ځمکه کرل شوي کوکنار هم اړول شوي دي.
د هغه په خبره، د دې ترڅنګ یې په یاد ولایت کې هغه لوی او واړه بازارونه هم تړلي چې له کلونو راهیسې په کې د تریاکو پېر او پلور کېده.
Views: 56