ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د مارجې «بلند دښت» سیمې خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

26 Jul 2023 - 17:42
26 Jul 2023 - 17:42

لښکرګاه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د هلمند مارجې ولسوالۍ د «بلند دښت» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په دې سیمه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي خو بیا هم روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د مارجې ولسوالۍ د بلند دښت سیمې د شهید روحاني بلاک مشر عبدالرزاق اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې له درېیو لسیزو راهیسې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه، خلک خپل ناروغان شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته بیايي او ډېری وخت موټر هم نه پيدا کېږي.

هغه وايي: «زموږ په سیمه کې تر ۷۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي او ناروغان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته وړي چې زموږ له سیمې شاوخوا ۲۰ کلیومتره لرې دی، ډېر وخت موټر هم نه پيدا کېږي.»

د نوموړي په خبره چې د ولسوالۍ تر مرکزه شاوخوا څلور ساعته پلی مزل دی.

د بلند دښت سیمې بل اوسېدونکی عبدالهادي هم وايي، په سیمه کې يې روغتيايي مرکز نشته او زیاتوي چې خلک په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «څو ورځې مخکې یوه ناروغه مېرمن د خپلو خپلوانو له خوا پر موټرسایکل د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته وړل کېده چې د لارې په اوږدو کې يې ساه ورکړې وه.»

نوموړي د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست له مسوولینو وغوښتل چې د خلکو ستونزو هواري ته پاملرنه زیاته کړي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو ډاکټر محمدولي همت وايي، حکومت باید د هر کلي او سیمې نفوس ته په پام هلته روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

هغه زیاتوي، که په هر لس کیلومتره واټن کې یو داسې روغتيايي مرکز جوړ شي چې ۲۴ ساعته هر ډول طبي خدمات وړاندې کړي نو په وینا يې، د خلکو ستونزې به حل شي.

همت وویل، حکومت مکلف دی چې ټولو خلکو ته روغتيايي خدمات برابر کړي؛ ځکه دا د خلکو حق دی.

بلخوا، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر نقیب‌الله فاتح هم دا مني چې خلک ۲۴ ساعته روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري خو وايي، په بلند دښت سیمه کې درې ثابت او یو ګرځنده روغتون فعال دي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

دی وايي: «خلک په هر پنځه کیلومترۍ کې روغتیایي مرکز غواړي، خو د وزارت پالیسۍ مطابق موږ په هر۱۰ کیلومترۍ کې یو روغتیایي مرکز جوړ کړی دی.»

هغه زیاته کړه، کوښښ يې دا دی چې په بلند دښت سیمه کې شته ګرځنده روغتيايي مرکز هم ثابت روغتون کړي او دغه راز وزارت ژمنه راسره کړې چې د مارجې او نهرسراج دښتي سیمو ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم ۲۴ ساعته روغتيايي خدمات برابروي.»

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version