Pajhwok Afghan News

امیرخان متقي قطر ته ولاړ

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست له امریکايي باصلاحيته استازو سره پر یو لړ موضوعاتو د خبرو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړ.

د ياد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل پر خپل ټويټر لیکلي، د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يوه پلاوي نن (شنبه) دوحې ته سفر وکړ او هلته به له امريکايي با صلاحیته استازو سره د بنديزونو او تورو لېستونو ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او هوايي حريم پر نقض بحثونه ولري.

دغه راز سرچينه کاږي، په یاد سفر کې به د افغانستان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو او قطرمېشتو بهرنیو استازو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې ولري.

Views: 87

Exit mobile version