Pajhwok Afghan News

اروزګان او فراه ولایتونو کې زرګونه کیلوګرامه ومان وسوځول شول

ترینکوټ فراه ښار  (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲):  د فراه او  اروزګان کې امنیتي مسوولین وايي چې په دې ولایتونو کې زرګونه کیلو ګرامه اومان وسوځول شول.

د اروزګان ولایت امنیتي مسوولین وایي چې  د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې شپږ زره ۷۷۵ کیلوګرامه ومان کشف او وسوځول شول.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر ملا ګلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی ځواکونو نن د یو لړ عملیاتو پر مهال شپږ زره ۷۷۵ کیلوګرامه ومان او له ومانو جوړ ۷۵ کیلوګرام نشه‌يي توکي کشف او سوځولي دي.

د یادونې ده چې په هېواد کې نشه‌يي توکو کرکیله، پېر او پلور منع دي او له سرغړوونکي مجرمین ګڼل کېږي.

د یو بل خبر له مخې، په فراه ولایت کې هم د ځایي مسوولینو لخوا ۲۳۳۰ کیلو ګرامه ومان کشف او وسوځول شول.

ددې ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په یوه خبرپانه کې ویلي، چې  یاد توکي په پرچمن ولسوالۍ کشف او بیا وسوځول شول.
سرچینې زیاته کړې چې په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او پلټنې روانې دي.

Views: 29

Exit mobile version