ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ دانګام کې دوه پخلا شوې دښمنې کورنۍ اوس د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي

27 Aug 2023 - 14:22
27 Aug 2023 - 14:22

اسعداباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ میاشتې مخکې دوو کورنیو خپله ۱۷ کلنه دښمني د قومي جرګې په منځګړتوب پای ته ورسوله او سوله یې وکړه چې اوس له یو بل سره په خوشحالۍ او ورورګلوۍ کې ارام ژوند کوي.

د یادو کورنیو غړو ترمنځ ۱۷ کاله مخکې د یوه کلاشینکوف پر سر شخړه رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې له دواړو لورو څلور کسان وژل شوي وو او وروسته یې یو د بل له وېرې په جلا وطنۍ کې د وېرې ژوند کاوه.

د کونړ دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی دوه څلوېښت کلن لعل پاچا پژواک خبري اژانس ته وویل، د کاکا له زامنو سره يې د شخصي بدۍ له امله کلی کور پرېیښي وو او شاوخوا ۱۷ کاله یې په پردي وطن کې له کړاوونو ډک ژوند تېر کړ.

هغه وایي، د یوه کلاشینکوف پر سر یې د خپل تره له زامونو سره له لفظي شخړې وروسته پر یو بل ډزې وکړې چې په پایله کې یې دواړو لورو ته څلور کسان ووژل شول، وروسته اړ شول کډوالۍ ته مخه کړي.

نوموړی وایي، شپږ میاشتې مخکې یې د حکومت له لوري د ټاکل شوې قومي جرګې پر مټ د تره له زامونو سره روغه وشوه او له پاکستانه بېرته خپل وطن راستانه شول.

هغه وویل: «۱۷کاله مخکې زما ورېرونو، زما د کاکا له زامونو سره د ټوپک پر سره شخړه وکړه، مازدیګر مهال و چې پر یو بل یې ډزې وکړې، دوه له موږ څخه او دوه له مقابل لوري ووژل شول او ترمنځ مو بدي پیدا شوه.»

دی وايي، له هماغه ورځې یې کور کلی پرېښودل او پاکستان ته کډوال شول او هلته سخت ژوند درلود.

د نوموړي په وینا، په کډوالۍ کې یې ډېرې سختې ورځې شپې تېرې کړې او هره شېبه یې په وېره کې وه چې مقابل لوری یې بیا د کورنۍ نور غړي ونه وژني.

هغه وویل: «دښمني دې ورکه شي، موږ یې بې‌کوره او بې‌وطنه کړي وو، هره شېبه په وېره او ډار کې وو، له هر چا به وېرېدو، د خدای خوږ ژوند چې انسانانو ته یې ورکړی، موږ ته  په سور اور بدل شوی و.»

د هغه په خبره، اوس چې يې ترمنځ سوله شوې نو خپل عادي ژوند ته یې په ډېرې خوښۍ دوام ورکړی او له مقابل لوري سره د دوستۍ او ورورۍ خوږې اړیکې پالي.

د لعل پاچا وراره جاوید وايي، په دښمنۍ کې يې دوه ځوان وروڼه له لاسه ورکړي خو اوس خوښ دی چې له اوږدې مودې بدۍ خلاص شوي او د سولې په فضا کې ژوند کوي.

هغه وویل: «په دښمنۍ کې مې دوه وروڼه له لاسه ورکړل، اوس دوه کونډې او ۱۲ یتیمان راپاتې دي، موږ ډېر وکړېدو او ډېرې سختۍ مو وګاللې.»

دیني عالم او د علماوو شورا غړی مولوي عبدالله منصور وایي، د مسلمانانو ځانګړنه دا ده چې باید یو بل ته بښنه وکړي او په خپلو منځونو کې یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي او په یووالي کې د خوښۍ ګډ ژوند تېر کړي.

هغه وایي، که هره کورنۍ د شخړو او لانجو مخنیوي په موخه له صبر او استقامته کار واخلي نو په ټولنه کې به د ډېرو لانجو او دښمنیو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

په ورته مهال، د کونړ یو قومي مشر حاجي بهاول خان جبارزی بیا وايي: «زموږ هڅه ده چې په خپله ټولنه کې دښمنۍ او بدۍ له منځه یوسو؛ ځکه دښمني پالل نه په اسلام کې شته او نه هم په افغاني کلتور کې، باید چې د شخړو او لانجو پر مهال له صبر او بښنې کار واخلو.»

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې حکومت په دغه ولایت کې د قومونو او کورنیو ترمنځ لسګونه لویې او کوچنۍ شخړې او دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وویل: «په تېرو دوو کلونو کې موږ د علماوو شورا، قبایلو ریاست، امنیې قوماندانۍ او یو شمېر نورو ادارو پر مټ نږدې ۳۰ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې دي.»

د یادونې ده، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ترڅنګ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هم لسګونه دښمنۍ او شخړې حل شوې او پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Views: 93

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version