Pajhwok Afghan News

د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری او څو مرغان د کابل ژوبڼ ته ډالۍ کړل

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): کابل ښاروالي وایي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری، یو شترمرغ، ۱۶ چینايي هیلۍ، دوه زاڼې او دوه تیتر د کابل ژوبڼ ته ډالۍ کړل.

حشمت خلیل کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره مشر زوی و چې په ۱۳۹۳ لمریز کال د کوچني اختر په دویمه ورځ د کندهار ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې په خپل کور کې ووژل شو.

حشمت خلیل کرزي په کندهار کې په خپل کور کې په منظمه ډول حیوانات پالل او ساتل او د همدې لپاره یې په خپله کلا کې د ډول ډول وحشي او اهلي ژوو ساتنې په موخه وړوکی ژوبڼ جوړ کړی و.

کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری – چې لس کاله عمر، ژېړ رنګ او توره غاړه لري، د کابل ژوبڼ ته ورکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه زمری – چې له نارینه افریقایي جنس څخه دی او نوم یې «شیرا» دی- په کابل ژوبڼ کې له شته درېیو نورو زمریانو سره توپیر لري.

کابل ښاروالي زیاتوي: «دا زمری د حشمت خلیل کرزي د کورنۍ په غوښتنه چې خطر یې ترې احساساوه او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لارښوونې سره سم د کندهار ډڼد ولسوالۍ له کرز کلي د کابل ژوبڼ ته راولېږدول شو.»

سرچینه زیاتوي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ د دغه زمري ترڅنګ یو شترمرغ، ۱۶ چینايي هیلۍ، دوه زاڼۍ او دوه تیتر هم ژوبڼ ته ډالۍ کړي دي.

Views: 1107

Exit mobile version