ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېلو سرچينو د حشمت کرزي وژنه وغندله

author avatar
29 Jul 2014 - 16:08
author avatar
29 Jul 2014 - 16:08

 کابل ( پژواک ٧ زمرى ٩٣):جهادي شخصيت عبدرب الرسول سياف، ماليې وزير او يو شمېر کورنيو او بهرنيو ادارو د ولسمشر د تره زوى حشمت خليل کرزي پر وژل کېدو ژور خفګان څرګند کړ.

 

د ولسمشر حامد کرزي د تره زوى، د کندهار د ولايتي شورا غړى او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د تاکنيز کمپاين مهم غړى حشمت خليل کرزى نن له غرمې مخکې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز سيمې په حشمت کلا سيمه کې ځانمرګي بريدګر په خپل کور کې وواژه.

 

ولايتي چارواکي وايي، چې ١٦ کلن ځانمرګى بريدکوونکى د اختر د مبارکۍ په موخه د حشمت خليل کور ته د ورغلو مېلمنو په ډله کې ورننوتى و او چاودېدونکي توکي يې په خپله پګړۍ کې ځاى پر ځاى کړي و.

 د راپورونو له مخې، په دې بريد کې چې تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخستى، يو تن ټپي شوى هم دى.

د دعوت اسلامي ګوند مشر او د جهادي شخصيت عبدرب الرسول سياف، د يوې اعلاميې په خپرولو سره د حشمت خليل پر وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه وايي :” د دې قضيې عاملين  دې الله ( ج ) په خپل غضب ګرفتار کړي. يو ځل بيا وايم، تر هغه چې په دې جنايت کوونکو شريعت پلى نه شي، د مصيبتونو دغه لړۍ به دوام ولري.”

دغه راز د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د حشمت کرزي وژنه ستره ضايعه بللې او ولسمشر کرزي او د حشمت کرزي ټولې کورنۍ ته يې تسليت ويلى دى.

د کندهار والي توريالي ويسا،د خواشيني په پيغام کې د حشمت خليل کرزي په وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي:”  کندهار نن د يوې بلې لويې غميزې شاهد دى او ټول کندهاريان د غم پر ټغر ناست دي. د کندهار لپاره يو لوى دېوال حشمت خليل خان کرزى چې سږکال ولايتي شورا ته يو مخکښ کانديد و، نن په خپل کور کې په شهادت ورسېد.”  

په پيغام کې راغلي، چې نور ملت ته د “وطن د دښمنانو ” دا ډول کړنې د زغملو نه دي.

سرچينه زياتوي: “د وطن د دښمنانو دغه ډول اعمال چې هره ورځ افغانان او د افغانانو مشران شهيدانوي، نه په دين کې ځاى لري، نه په انسانيت کې. دوى نه يواځې له افغان دولت سره دښمني رااخيستې، بلکې د ټول ملت په مقابل کې ولاړ دي او دا دي هره ورځ وينو چي بېګناه افغانان شهيدانوي . دوى په خپلو دې اعمالو ملت ته خپل حيوانيت او بربريت ښيي.”

د کندهار ولايت مقام، د حشمت خليل کرزي وژنه د افغانستان، په ځانګړې ډول د کندهار لپاره نه جبرانېدونکې ضايعه بللې او ويلي يې دي: ” کندهار او دلته مېشت قومونه به همېشه د ارواښاد نه ستړي کېدونکې هلې ځلې چې د دغه هېواد په تېره د کندهار د پرمختګ، سوکالۍ او تلپاتې سولې لپاره يې کولې، ياد ساتي.”

 د پکتيا والي او د ولسمشر سلاکار ستر جنرال جمعه خان همدرد،حشمت کرزى  د هېواد رېښتينى بچى بللى او ويلي يې دي:” د نوموړی مړينه دهېواد لپاره ستره ضايعه ده او موږ يې په مړينه سخت خواشينی يو.”

 

د خوست والي عبدالجبار نعيمي، هم د اعلاميې په خپرولو سره پر ياده پېښه  خواشيني څرګنده کړې ده.

 

د خوست ولايت مقام په اعلاميه کې راغلي:” د خوست ولايت مقام دغه وحشيانه بريد د اسلام، ولس، سولې او ثبات د دښمنانو کار ګڼي او په سختو ټکو سره يې غندي.”

 

د سرچينې د څرګندونو له مخې، هر هغه څوک چې دا ډول کړنې تر سره کوي، په جوماتونو او نورو ځايونو کې بې ګناه خلک وژني او په لويو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي، په څرګنده د اسلام د سپېڅلي دين دښمنان دي.

 

په اعلاميه کې راغلي: ” په حشمت خليل کرزي باندې د اختر په دې مبارکه ورځ د ځانمرګي بريد کول وحشي
،ظالمانه او ناځوانمرانه عمل دى او دغه عمل د هغه وحشي کړيو کار دى چې د اسلام او بشريت ضد تګلارې لري.”

 د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رييس عبدالخالق فراهي په خپل پيغام کې، د حشمت خليل کرزي وژل له اخلاقي او افغاني موازينو لرې عمل بللى او له امنيتي ادارو يې غوښتي چې په هېواد کې د نورو مخورو شخصيتونو او قومي مشرانو امنيت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې پيغام کې راغلي: ” ، د دې غمجن خبر پر اورېدو مو سخت ټکان خوړلی . د دښمن دایمي هڅه داده، چې د مخورو قومي مشرانو او شخصیتونو په شهيدولو سره، په افغانستان کې د پېړيو، پېړيو ولسي جوړښتونه له منځه يو سي او په دې توګه د حکومت او خلکو ترمنځ د بې باورۍ فضا ته لاره هواره کړي.))

د زابل والي محمداشرف ناصري هم د حشمت خليل وژنه غندلې او ويلي يې دي چې حشمت خليل کرزى په لوى کندهار کې پياوړى قومي مشر او ملي سوداګر و، چې تشه يې نه جبران کېدونکې ضايعه ده.

هغه ويلي:” شهيد حشمت خان کرزي ته فردوس جنت او د دې المناکې پېښې برابوونکو او طراحانو ته په دې دنيا کې رسوايي او په اخرت کې دردناک عذاب غواړم. “

کابل کې د بريتانيا سفارت هم د حشمت کرزي وژنه په سختو ټکو کې غندلې ، پر دې عمل يې سخته خواشني څرګنده کړې او د حشمت خليل کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.

کابل کې د بريتانيا سفير سر ريچارد،ويلي چې د يو شمېر نورو افغانانو په څېر د حشمت له کورنۍ څخه هم د اختر خوښۍ واخيستل شوې.

سرچينې زياته کړې، چې د حشمت خليل قاتلانو ته بايد د افغانانو د هغو هيلو د پوره کېدو د مخنيوي اجازه ورنه کړل شي چې غواړي د رايو ورکولو له لارې د واک  سوله ييز لېږد وګوري.

 يادو سرچينو، ولسمشر حامد کرزي او د حشمت کرزي د کورنۍ ټولو غړيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي او د جميل صبر غوښتنه يې ورته کړې ده.

حشمت خليل کرزى، د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف اغني احمدزي د کمپاين مهم غړى او په لوى کندهار کې تر احمدولي کرزي وروسته د ډېر نفوذ خاوند و.

د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزى د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په ٢١ مه   د هغه د يو ساتونکي لخوا په خپل کور کې ووژل شو او مسووليت يې وسلوالو طالبانو پر غاړه اخستى و.

خو  پر حشمت خليل کرزي د بريد مسووليت تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخستى.

د خواشينۍ او تسليت ياد پيغامونه په داسې حال کې دي، چې يوه ورځ مخکې حشمت خليل کرزي په خپله فېسبوک پاڼه کې يې  د نورو په وژلو خواشيني څرګندوله او وارثينو ته  يې د تسليت پيغامونه ورکول.

ده  د اختر په لومړۍ ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي:” د نيکمرغه کوچنی اختر په رارسېدو سره تاسو ټولو افغانانو ته د زړه له تله بې شمېره مبارکۍ وايم، د خدای ج د عظيم دربار څخه غواړم چه ستاسو کړي عبادتونه په خپل عظېم دربار کی درڅخه قبول او منظور کړی.

پاته دې نه وي هغه بېګناه هېوادوال چه په شهادت رسېدلي دي، هغوی ته د الله پاک د دربارڅخه جنت الفردوس او کورنيو ته يې جميل صبر غواړم. زه د هغو ټولو کورنيو سره ځان په دې غم كی شريک بولم.
د الله پاک د دربار څخه غواړم چه د نېکمرغه کوچني اختر په برکت نورافغانستان د يو سرتاسری سولې او يو عادل نظام خاوند شی.په درنښت.”

ا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.