Pajhwok Afghan News

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هېواد په ځيني ولایتونو کې له دُړو او خاورو سره مل د نسبتاً تېزو بادونو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د وږي میاشتې په ۲۲ او ۲۳ د سالنګونو په ګډون لوېدیځ، سویل، سویل لوېدیځ، شمال، شمال ختیځو، شمال لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل د تېزو بادونو احتمال شته دی.

د سرچینې په خبره، په بېلابېلو سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

Views: 27

Exit mobile version