کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل له نسبي تېزو بادونو خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (چهارشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، نن او سبا د هېواد په لوېدیځو، شماللوېدیځو او شمالي ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل د نسبتاً تېزو بادونو امکان شته.
سرچینې لیکلي، په بېلابېلو ځایونو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۵۶ کیلومتره اټکل شوی دی.
Views: 24