کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د مکزیک په شمال کې د دعا د مراسمو په جریان کې د یوې کلیسا چت لوېدو له امله ۴۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او اسپانیا کې په یوه نایټ کلپ کې اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي.
رویترز راپور ورکړی چې پرون ناوخته د مکزیک په یوه شمالي ښار، سیوداد مادرو کې د «سانتا کروز» کلیسا چت ونړېد.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې ۹ کسان مړه، ۴۰ ټپیان او ۳۰ ورک دي چې مرستندوی بنسټونه د ورک شوو کسانو په لټه کې دي.
د مکزیک پولیس چارواکو ویلي، د پېښې پر مهال کلیسا کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو وو.
د رویترز د یوه بل راپور له مخې، د اسپانیا په سوېلختیځ کې د موریسا ښار په یوه نایټ کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اسپانیا د یوه پولیس دیګوسرال له قوله په یوه راپور کې راغلي، ډېری خلک په فوندامیلاګروس نایټ کلپ کې، یو له درېیو نږدو کلپونو څخه چې اورلګېدنې او چت لوېدو له امله زیانمن شوی، مړه شوي دي.
سرال وویل، د جسدونه پېژندنه وخت ته اړتیا لري؛ ډاکټرانو د مړه شوو شمېر چې د ورځ په اوږدو کې پرلهپسې ډېر شوی، ۱۳ کسان ښودلی دی.
هغه وویل، د یاد کلپ د چت لوېدو له امله د وژل شوو کسانو پیدا کول ستونزمن شوي او لا څرګنده نه ده چې اورلګېدنه څنګه رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، مرستندوی کسان لا هم په اورلګېدنه کې د ورک شوو کسانو په لټه دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن