کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له دغه وزارت سره خپلې مرستې ډېروي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکسپاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیر رافیلا یودیچه او د یادې ټولنې د بشري مرستو مسوول پوپوسکي د دغه وزارت له سرپرست خلیلالرحمن حقاني سره ولیدل.
د سرچینې له قوله، د اروپایي ټولنې شارژدافیر وویل چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره به خپلې مرستې ډېرې کړي.
نوموړي څرګنده کړې: «دغه وزارت ته زموږ راتګ، د اروپایي ټولنې د مرستو او همکارۍ ژمنتیا څرګندول دي او ډاډ ورکوو چې افغانان یوازې نه پرېږدو.»
پوپوسکي هم په دې لیدنه کې ویلي: «د افغان کډوالو ایستل مهمه موضوع ده او ژمنه کوم چې دغه موضوع به د جینوا په ناسته کې مطرح کړم.»
هغه څرګنده کړې چې د افغان کډوالو موضوع په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره به یاد هېواد ته سفر وکړي.
بلپلو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې د موسسو پر لګښتونو باید بیاکتنه وشي؛ ځکه د ډېری موسسو اداري لګښتونه د هغوی د مرستو په پرتله ډېر دي او اداري مصارف باید د پروژې د بودجې له ۳۰ سلنې ډېر نه وي.
Views: 34