Pajhwok Afghan News

د فاریاب په المار کې د یوه سړي مړی موندل شوی

میمنه (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۲): د فاریاب امنیه قومانداني وایي، د هغه کس مړی چې لس ورځې مخکې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې نادرکه شوی و، نن په المار ولسوالۍ کې په یوه څاه کې موندل شوی دی.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کس په یوې موسسې کې کارډ و او لس ورځې مخکې د دغه ولایت له مرکز میمنې ښاره نادرکه شوی و.

هغه وویل، مړی یې نن د المار ولسوالۍ په بادباد سیمه کې په یوه څاه کې موندل شوی دی.

فرقاني د پېښې لامل شخصي ستونزې ګڼي او وايي، د یادې قضیې په تړاو یوه ښځه نیول شوې ده.

Views: 13

Exit mobile version