ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وتلي سیاسي او فرهنګي شخصیت عبدالرحمن پژواک په اړه سیمینار جوړ شو

23 Oct 2023 - 06:50
23 Oct 2023 - 06:50

اټلانټا (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د پژواک بنسټ له لوري د هېواد وتلي سیاسي، فرهنګي او ادبي شخصیت عبدالرحمن پژواک د «ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو» په اړه علمي سیمینار جوړ شو.

په دغه سیمینار کې چې د زوم له لارې ترسره شو، د هېواد وتلي فرهنګي شخصیتونو د عبدالرحمن پژواک پر ژوند، شخصیت، اثارو، فرهنګي خدمتونو او په ځانګړې توګه د هغه پر ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو مقالې ولوستلې.

د هغه لمسي او د پژواک بنسټ مشر فرهاد پژواک په خپلې پرانیستونکې وینا کې هیله څرګنده کړه چې دغه اقدام د دې ډول بحثونو د پیل لړۍ ثابت شي، څو خلک په علمي او ادبي مسایلو باندې خبرې وکړي او د استاد پژواک پر څرګندونو بحثونه وشي.

نوموړي وویل، استاد پژواک ډېری مهال له هېواده بهر پاتې شو؛ ځکه په بهر کې د هغه له افکارو او نظرونو خلکو ډېره ګټه پورته کړه، خو په هېواد کې دننه خلک ترې بې برخې پاتې شول.

فرهاد پژواک زیاته کړه: «زه غواړم چې د پژواک اثار د افغانستان نورو نسلونو ته ورسوم، چاپ یې کړم، څو خلکو ته د استاد پژواک هېوادنۍ مینې، خپلواکۍ او پرمختګ نظرونه ورسیږي.»

د هغه په وینا، استاد پژواک تل ویل، افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خو د حقونو په برخه کې افغانان بندیان دي او دغه کار استاد پژواک ځوراوه، تل یې د ټولو خلکو، ښځو، سړیو او ماشومانو پر ازادۍ ټینګار کاوه.

د پژواک بنسټ مشر وایي: «د هغه اثار د افغانستان د ملي میراث برخه ده، موږ غواړو د هغه دا امانت د افغانستان ځوان نسل ته ورسوو، څو ځوان نسل د استاد پژواک له افکارو سره اشنا شي، خو دا کار یوازې زه نه شم کولای، نور پوهان، لیکوالان او عالمان په دې برخه کې باید همکاري وکړي.»

فرهاد پژواک ټولو ته بلنه ورکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي، څو د استاد پژواک پاتې اثار د هېواد په دواړو ملي ژبو چاپ او خپاره شي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخواني غړي او په ایران کې د تېر جمهوري حکومت وروستي سفیر دوکتور عبدالغفور لېوال په دې سیمینار کې د استاد پژواک پر ملي افکارو خبرې وکړې او خپله مقاله یې واوروله.

لېوال وایي، د استاد پژواک په اثارو کې د هغه د ملي مفکوري، ملت پالنې او وطن دوستۍ انعکاس له ورایه ښکاري.

د هغه په وینا، افغانستان لپاره شلمه پېړۍ د نوي فرهنګي دوران د پیل لپاره ډېره مهمه ده، د عصري زده‌کړو پیل، د ټکنالوجۍ راوستل، د نوي ادبي بهیر پیل و، د دې سرچینه او لومړۍ ریښه د مشروطه‌غوښتونکو افکارو ته رسېږي او دغه کار د ملت جوړونې پروسه کې مرسته وکړه.

عبدالغفور لېوال وایي، د افغانستان د دویم نسل له سر لارو څخه یو استاد پژواک و؛ ځکه د هغه افکار پر ملي ارزښتونو ولاړ وو.

هغه زیاته کړه، د استاد پژواک افکار د افغانانو لپاره د یو نوي معاصر ژوند او پرمختللي افغانستان هڅه وه، هغه د دې سخت تږی و چې افغانان پرمختللی ژوند ولري، هغه افغانانو ته د نړۍ د ټولو هوساینو غوښتنه کوله.

لېوال وویل، استاد پژواک د یوه دیپلومات په توګه پرمختللې نړۍ یې لیدلې وه او غوښتل یې خپل ولس ته هم پرمختګ ورکړي.

د هغه په وینا، نوموړي په ملي کچه د افغانستان له ټولو پوهانو او نخبه‌ګانو سره یې ښې اړیکې او راشه درشه درلوده.

دی وایي، استاد پژواک د افغانستان له لومړنیو هغو شاعرانو دی چې له خپلو ملي ویاړونو خبر دی او هغه یې په خپلو شعرونو کې ځای کړي دي، د افغانستان عظمت یې په ادبیاتو کې راژوندی کړی دی.

د لېوال په وینا، د وطن پالنې او وطن دوستۍ مفکوره د هغه په اشعارو کې له ورایه ښکاري، د استاد وطن پالونکي شنونه یوازې شعرونه نه دي، بلکې د هغه نورو اثارو کې هم لیدل کېږي.

د افغانستان یوه پخواني دیپلومات احسان لمر د استاد عبدالرحمن پژواک پر هغه فکر خبرې وکړې چې د بشري حقونو او بشري ازادۍ په اړه یې درلود.

لمر وايي، استاد پژواک د دغه وطن (افغانستان) عاشق و، ځکه یې مخالفینو له هېواده وویستلو، د نورو هغو وطن دوستانو په څېر چې په هېواد کې پاتې وو، یا به شهید شوی و او یا به زنداني شوی و.

ټاکل شوې وه چې هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي شي، خو د وخت حکومت یې مخه ونیوله او مخالفت یې وکړ.

هغه یو عادي انسان و، هغه نړۍوال فکر درلود، نوم یې د نړۍ سترو دیپلوماتانو او شخصیتونو کې شمېرل کېده.

د کابل پوهنتون پخواني استاد نصرالله ستانکزي د عبدالرحمن پژواک پر دیپلوماتیک او سیاسي ژوند رڼا واچوله او ویې ویل، هغه د ملګرو متلونو د عمومي مجمعې په کچه مطرح شخصیت و، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه، د اسلامي نړۍ هېوادونو په کنفرانس او د ناپییلونو هېوادونو په غونډو کې ګډون کاوه او د خپلواکۍ غوښتنه یې کوله.

د هغه په وینا، استاد پژواک د سردار داوود خان له سیاستونو سره موافق و، کله چې داوود خان د پښتونستان موضوع مطرح کړه، استاد پژواک وویل چې ولس ته باید دوه انتخابه ورکړل شي، یو دا چې مستقل هېواد جوړ شي او یا له افغانستان سره یو ځای شي.

ستانکزی وایي، خو د استاد پژواک دریځ دا و چې پښتونستان له افغانستان سره یو ځای شي او د وخت حکومت ته یې دا توصیه کوله چې د عدالت اجتماعي پلي کېدو سره هغوی له افغانستان سره یو ځای کېدای شي.

دغه راز، د ښځو حقوقو په اړه د استاد پژواک د افکارو په اړه د ښځو فعالې دوکتور عالمې خبرې وکړې او خپله مقاله یې واوروله.

په دې علمي سیمینار کې له افغانستان پرته له بېلابېلو اروپایي هېوادونو، امریکا او کاناډا څخه د افغانستان پخوانیو دیپلوماتانو، د پوهنتون استادانو، د بشري حقوقو او ښځو حقوقو فعالانو، ژورنالیستانو، لیکوالانو، محققینو او علماوو برخه اخیستې وه.

د سیمینار په پای کې د ګډونوالو له خوا سوالونه مطرح شول چې د ویناوالو له خوا یې ځوابونه ورکړل شول.

Views: 370

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version