Pajhwok Afghan News

د هلمند او لوګر دیني مدرسو لپاره څه باندې ۱۱۰۰ ښوونکي ګومارل کېږي

لښکرګاه، پل‌علم (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.

نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په همدې موخه له ۷۰۰ دیني عالمانو ازموینه واخیستل شوه.

د هلمند د پوهني رییس مولوي محمدعوض انصاري د دې اموزینې د پیل مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د ازموینې اخیستو موخه دا ده چې په ټولو مدارسو کې وړ کسان مقرر شي څو له لارې یې د ټولنې ځوانان په ښو او فعالو زده‌کړو سمبال شي.

انصاري زیاتوي چې په دې ازموینه کې ۷۰۰ دیني عالمانو ګډون کړی چې له ډلې به یې ۶۰۰ وړ کسان دیني مدرسو ته د ښوونکو په توګه وګومارل شي.

هغه وايي چې د دې ازموینې لپاره نوم‌لیکنه مخکې شوې وه.

دغه راز په لوګر کې هم د دیني مدرسو لپاره د ۵۰ مېرمنو په ګډون ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومارل کېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ۱۴۸ دیني مدرسو لپاره د ۵۰ مېرمنو په ګډون ۵۱۵ نوي ښوونکي د ازموینې له لارې ګومارل کېږي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې دغه ازموینه به په نږدې راتلونکې کې په مرکز پل‌علم کې واخیستل شي او د ټول ولایت په کچه به دیني عالمان ګډون په کې وکړي.

Views: 124

Exit mobile version