Pajhwok Afghan News

پکتیا کې د ترافيکي پېښه له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي

ګردېز (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز ګردېز سره نږدې نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.

د پکتیا د ترافيکو مدیر محمدمنصور پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه له ګردېز ښار سره نږدې په خوست پله سيمه کې د یو سراچه ډوله موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، په دې پېښه کې دوه کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي چې ټپيان د ګردېز حوزوي روغتون ته وړل شوي او د دوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

Views: 1646

Exit mobile version