Pajhwok Afghan News

د کونړ عامې روغتیا ریاست د کډوالو درملنې لپاره تورخم ته ۳۰ کسیزه روغتیايي ډله لېږلې ده

اسعداباد (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي چې له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو درملنې لپاره یې تورخم ته د ډاکټرانو ۳۰ کسیز ډله لېږلې ده.

د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص نن د ډاکټرانو یادې ډلې استولو پر مهال وویل، په اسعداباد ښار کې یې د دوو ورځو کمپاین په ترڅ کې له خصوصي درملتونونو او موسسو د ۹۵۰ زره افغانیو په ارزښت ۴۶۰ قلمه بېلابېل درمل راټول کړي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په تورخم ښارګوټي کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره روغتیايي ټیم جوړ کړ، بېلابېل درمل هم ورسره دي، په دې سره به هغو افغان کورنیو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي چې له پاکستانه هېواد ته راستنېږي.»

نوموړی وایي، تورخم کې به یې روغتیایي کمپ تر هغه فعال وي څو د کډوالو راستنېدو لړۍ پای ته ورسېږي.

ورته مهال، د کونړ اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست د دغه کار هرکلی کوي او وايي چې د خلکو ترڅنګ دې حکومتي ادارې او مرستندوی بنسټونه هم په بېلابېلو برخو کې د راستنېدونکو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د مرکز اسعدباد یوه اوسېدونکي محمداسماعیل پژواک ته وویل: «موږ باید له خپلو هغو افغان ورونو سره د سرپناه ترڅنګ په ټولو برخو کې مرسته وکړو چې اړتیا ورته لري.»

مدني فعال محمدلایق سمون بیا وایي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره باید په هېواد کې د ژوند کولو ټولې اړتیاوې پوره شي.

هغه وویل، حکومتي ادارو ته په کار ده چې په همغږي ډول له یادو کورنیو سره اړینې مرستې وکړي .

Views: 52

Exit mobile version