کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو درېیو ورځو کې څه باندې ۷۵۰۰ افغان کډوال له پاکستان په زور ایستل شوي او د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان له دې مخکې یو اعشاریه څلور میلیون افغان کډوالو ته چې په دغه هېواد کې بې له قانوني اسنادو مېشت وو، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له یاد هېواده ووځي، که نه نو په زور به وایستل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (شنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د لړم له ۲۴مې تر ۲۶مې له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو ۷۶۶ کډوالې کورنۍ چې ۷ زره او ۵۶۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو کسانو کې ۴ هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان له زندانونو خوشي شوي وو.
سرچینه زیاتوي چې راستنېدونکي د کډوالو چارو په ادارو کې له ثبت وروسته د لا ډېرو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) دفترونو، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم)، د ډنمارک د کډوالۍ شورا او د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ته وروپېژندل شول.
سرچینه زیاتوي، په یادو کسانو کې څلور بېسرپرسته ماشومان هم شته چې (امپياو) موسسې ته وروپېژندل شول.
Views: 30