ترینکوټ (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس اغاولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه د چارچینو ولسوالۍ په یخدان سیمه کې د نشهيي توکو پروسس یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.
هغه زیاته کړه، په دې کارخونه کې ١٣٥٠ کیلوګرامه پروسس شوي ومان، ١٠٠ کیلوګرامه سود او ١٥٠ لېټره ډېزل له منځه وړل شوي او یو موټر هم ترلاسه شوی دی.
نوموړي دغه راز وویل، د یادو نشهیې توکو او کارخونې په تړاو شپږ کسان نیول شوي او اړوند ادارو ته سپارل شوي دي.
د یادونې ده، په هېواد کې د نشهيي توکو کرکیله، قاچاق او کارول منع اعلان شوي او سرغړوونکي مجرمین ګڼل کېږي.
Views: 34