Pajhwok Afghan News

تخار کې د وچې مېوې پلورونکي وايي، د صادراتو نشتوالي له امله یې کاروبار پیکه شوی

تالقان (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): تخار کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي او صادروونکي ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له دوو کلونو راهیسې نورو هېوادونو ته د وچې مېوې صادراتو په برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.

د تخار د وچې مېوې یوه پلورنکي وحیدالله شمس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو کلونو په نسبت د وچو مېوو بازار د سقوط په حال کې دی؛ ځکه چې بهر ته صادرات نه لري.

د تخار د وچو مېوو یو بل پلورونکی مصباح‌الدین وایي: «تېرو کلونو کې د دغه ولایت ډېرې تولید شوې وچې مېوې ایران ته صادرېدې، خو له څه مودې راهیسې د هیڅ ډول صادراتو شاهدان نه یو، دا چاره د دې لامل شوې څو دغه ولایت کې د وچې مېوې د پېر او پلور بازار کمرنګه شي.»

هغه له حکومته د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د وچې مېوې یو صادرونکی مطیع‌الله وایي چې په تېرو کلونو کې د وچې مېوې د پېر او پلور بازار له دې امله ښه و چې ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادراتو زمینه برابره وه، خو له دوو کلونو راهیسې په دې برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ولایت کې ورځ تر بلې د وچې مېوې بازار له سقوط سره مخ کېږي.

هغه وویل چې د دې ستونزې حل په موخه دې حکومت او د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین هڅه وکړي او بهرنیو هېوادونو ته دې د وچې مېوې صادراتو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس مولوي عبدالرحمن غزنوي د صادراتو او وارداتو په برخه کې د سوداګرو د ستونزو لامل د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل بولي.

د هغه په خبره، د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې برخه کې هڅې روانې دي، د سوداګرو ستونزې به حل او بهرنیو هېوادونو ته به د وچې مېوې د صادراتو زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې بادام، چهارمغز، توت، کروت، د زردالو کښتې، الوبالو او ګیلاس د تخار د وچو مېوو له مهمو تولیداتو شمېرل کېږي چې له دې مخکې نورو هېوادونو ته صادرېدل.

Views: 17

Exit mobile version