کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت وايي، له دې وروسته به په افغانستان کې دننه د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ماسټرۍ او دکتورا لګښت د دغه وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د افغانستان په داخل کې پر ماسټرۍ او دوکتورا بوختو استادانو د فيس ستونزه د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزراء محترم مقام په منظورۍ حل شوه.»
سرچینې زیاته کړې، له دې وروسته به د پوهنتونونو د استادانو داخلي فيسونه د لوړو زدهکړو وزارت له بودجې ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پوهنتونونو استادان اړ وو چې د افغانستان په داخل کې خپل د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لګښت خپله ورکړي.
Views: 160