ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کبانو روزونکي: فارمونه مو د مسلکي کسانو نشتوالي له امله له سقوط سره مخ دي

9 Dec 2023 - 14:41
9 Dec 2023 - 14:41

خوست ښار(پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): خوست کې د کبانو فارم‌لرونکي وايي، په دغه ولایت کې د مسلکي کسانو نه ‌شتون او د حکومت نه پاملرنې له امله يې فارمونه له سقوط سره مخ دي.

د هغوی په وینا، اوسمهال دغه ولايت ته ډېر کبان له پاکستانه واردېږي چې د وطني ماهيانو په څېر نه تازه دي او نه يې غوښه خوندوره ده.

حاجي ګل چې د خوست مرکز اړوند د ټينډي سيمې اوسېدونکی دی، شاوخوا يو کال کېږي چې د کبانو فارم يې جوړ کړی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوست کې د کبانو پالنه او روزنه ښه پايله ورکوي، خو د وسايلو کموالی او د مسلکي کسانو نه شتون هغه ننګونې دي چې دوی ورسره مخ دي.

هغه زياتوي: «غوښتنه مو له حکومت او موسسو دا ده چې داسې يو ډاکټر پيدا شي چې پر فارمونو باندې وګرځي، موږ يې په مرض نه پوهېږو. خوراکه يې لرو، واښه او شفتله ورته اچوو، بل د جال نېولو په طريقه يې نه پوهېږو.»

د ماهيانو يوه بل فارم‌لرونکي نورلله پژواک ته وويل، دا مهال دغه ولايت ته ډېر کبان له پاکستانه راځي، چې کيفيت يې هم د ډاډ وړ نه دی.

هغه زیاته کړه، که اړونده حکومتي ادارې دغه ولايت کې د ماهيانو فارمونو ته پاملرنه زياته کړي، بيا خلک اړ نه دي چې د وطني ماهيانو پر ځای واردېدونکي کبان وپېري.

هغه وویل:«دا ماهيان تازه دي، غوښه يې خوږه ده، ما يو فارم جوړ کړی که حکومت راسره همکاري وکړي، موږ غواړو چې نور فارمونه هم جوړ کړو.»

د ماهيانو يوه بل فارم‌لرونکي خيرګل بيا وويل چې د حکومت نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې د کبانو له نيمايي ډېر فارمونه سقوط شوي دي.

نوموړي د خوست د کرنې او مالدارۍ له رياسته او دغه راز له نورو همکارو ادارو غوښتنه وکړه چې دې برخې ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

هغه وايي: «د خوست دومره تازه ماهيان دي که خلکو ته ورسيږي، دا نور ماهيان به بيخي بيا ونه خوري، بل وطن ته يې ګټه رسيږي، دا اوبه هسې ښکته بهيږي، د ماهيانو فارمونو سره به دا اوبه هم ذخيره شي.»

بلخوا د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ برخې امر ډاکټر روښان پژواک ته وويل، له دوی سره ټولټال د ماهيانو ۳۵ فارمونه ثبت دي چې له هغې جملې ۱۵ يې غير فعال دي.

نوموړي خپلو خبرو کې د يادو ۱۵ فارمونو د غير فعالېدو عمده لاملونه د اوبو کموالۍ او په ياده برخه کې د مسلکي زده‌کړو نه شتون ياد کړل.

هغه زياته کړه: «موږ ان‌شاءالله سږ کال کوشش کوو، ډي‌اې‌ای په نوم يوې موسسې راسره وعده کړې چې سږ کال به بيا يو ځل هغوی ته خوراکه توزيع کوو او مسلکي روزنه به ورکوو.»

ډاکټر روښان وایي، کوم فارمونه چې ډېرې اوبه لري حاصل يې ښه دی، خو هغه چې اوبه يې کمې دي د سقوط پر لور روان دي.

د نوموړي په وينا، د معیار له مخې کبان‎ بايد په دوه متره اوبو کې و روزل شي او تر هغې په کمو اوبو کې یې ژوند ناشونی دی.

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version