Pajhwok Afghan News

مجاهد: پاکستان کې د تېرې ورځې برید افغانستان پورې اړه نه لري

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ویلي چې خېبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې برید افغانستان پورې اړه نه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ملي راډیو ټلوېزیون ته یو ځل بیا ویلي چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید د پاکستان دننه کې اقدامات وشي.

د هغه په خبره، د پېښې ځای له افغانستانه سلګونه کیلومتره فاصله لري او د پاکستان د امنیتي ادارو تر ولکې لاندې دی.

مجاهد ویلي چې د هرې موضوع ربط ورکول یوه هېواد ته حل لاره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سرپرست حکومت په وار – وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي، سیمې او نړۍ هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د پولیسو پر یوه مرکز د جنګیالیو په یوه برید کې له ۲۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ادعا وکړه چې د پاکستان لپاره د افغانستان شارژدافیر یې احضار کړی او له هغه یې غوښتي چې کابل دې دغه ورستی برید وڅېړي.

Views: 85

Exit mobile version