ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې پروني بریدونه په پراخه کچه وغندل شول

3 Dec 2022 - 13:24
3 Dec 2022 - 13:24

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، ځينو پخوانیو افغان چارواکو، ‎یوناما، د ایران، جاپان او ترکيې سفارتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان پر سفارت او د حزب اسلامي پر دفتر د تېرې ورځې بریدونه وغندل.

په کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر تېره ورځ دوو ځانمرګو برید وکړ چې په پایله کې یې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته؛ په ورته وخت کې، د پاکستان پر سفارت هم برید وشو چې په پايله کې يې يوازې یو پاکستانی ساتونکی ټپي شوی دی.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید غندلی او ډاډ یې ورکړی چې اسلامي امارت به د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

سرچینې لیکلي، امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي؛ خو د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره يې له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د حکمتیار پر دفتر د تېرې ورځې برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان پر خلکو او مشرانو حملې د افغانستان د کمزوري کولو او تفرقې لپاره د هېواد د دښمنانو «مذبوحانه» هڅې دي او هېڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږی.

کرزي په ورته وخت کې د پاکستان پر سفارت د تېرې ورځې برید هم غندلى او ترڅنګ يې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سمو اړیکو ټینګښت د دواړو هېوادونو او د سیمې ثبات او سولې لپاره مهم دی.

د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله فسبوک‌پاڼه کې یاد بریدونه غندلي او ويلي يې دي: «پر سیاسي استازوليو، جوماتونو او د زده‌کړې په مرکزونو بریدونه هېڅ توجیه نه لري.»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير محمدعمر داودزي نن په خپله فسبوک‌پاڼه کې لیکلي: «د جهادي مشر ګلبدین حکمتیار په دفتر پرونی ځانمرګی برید په کلکه غندم. همدارنګه د پاکستان پر سفارت وسله‌وال برید د غندلو وړ دی.»

هغه وايي، داسې بریدونه د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي، نو اړوند چارواکي دې د خلکو، مشرانو او کابل مېشتو ډیپلوماتانو د امنیت ټينګښت په اړه له سره غور وکړي.

د مخکني حکومت د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار هم د حزب اسلامي پر جومات بريد غندلى او ويلي يې دي چې دغه برید یو نه بښونکی جنایت دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم په خپلې ټوېټرپاڼې کې لیکلي: «د انجنیر صاحب حکمتیار ژوند د لوړو ژورو، سختیو او‌ له سختیو سره له مبارزو ډک دی، اوس هم د هېواد دننه له خلکو سره په سختو شېبو کې پاتې دی، پرونی برید یې یوه نښه ده! له خدایه خلکو او وطن ته د خدمت توفیق ورته غواړم.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي، په کابل کې وروستۍ پېښې د دې لپاره طراحي شوې چې افغانستان ناامن وښودل شي.

دی وايي: «د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه به د بغاوتګرو او شر غوښتونکو عناصرو پر وړاندي خپلو فعالیتونو ته لا وسعت ورکړي. داسي وړې پېښي په هره انساني ټولنه کې وي.»

یوناما، امریکا، ایران، جاپان او د ترکیې سفارتونه:

په افغانستان کې د ایران سفارت هم په خپلې ټوېټرپاڼې کې د حزب اسلامي ګوند پر دفتر او د پاکستان پر سفارت وسله‌وال بریدونه غندلي دي.

سرچینې لیکلي: «تمه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د دغسې ورته پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي او هر څومره ژر چې کېدای شي، د ډېپلوماټیکو ځایونو امنیت دې تأمین کړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر خپلې ټوېټرپاڼې په کابل کې د پاکستان پر سفارت پرونی برید غندلی او د دغه برید ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا د هیلې څرګندولو ترڅنګ یوازې دومره ویلي چې ډیپلوماتیک ماموریتونه د نړۍوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت هم په یوه ټوېټ کې د پاکستان پر سفارت د برید په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په خپلې ټوېټرپاڼې کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د پاکستان پر سفارت بريد غندي؛ د تاوتریخوالي له امله اغېزمنو شوو کسانو ته د بېرته ښه کېدو هیله لري او د بشپړې او شفافې څیړنې غوښتنه کوي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت هم په يوه  ټوېټ کې  په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی او لیکلي يې دي چې دا ډول پېښې هېڅ توجیه نه لري.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر وسله‌وال برید وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په اړیکه کې دغه پېښه غندلې او د ډیپلوماتانو د امنیت ډاډ یې ورکړی دی.

د یادونې ده چې تر اوسه د یادو ‎بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

Views: 943

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version