ترینکوټ (پژواک، ٢٣ لېندۍ ١٤٠٢): تېره شپه د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و خو له څاه تر را ایستلو وروسته یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه دغه ولایت ګیزاب ولسوالۍ په بازار سیمه کې د نصیراحمد په نوم یو شپږ کلن ماشوم یوې ژورې څاه ته لوېدلی و.
هغه زیاته کړه چې یاد ماشوم وروسته له دوو ساعتونو له څاه ژوندی را وایستل شو خو د ترینکوټ روغتون پر لاره یې ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې چې حکومتي مسوولینو په ځلونو له خلکو غوښتي چې د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي.
د یادونې ده، دا لومړۍ پېښه نه ده، بلګې له دې مخکې هم سوېلي ولایتونو کې ماشومان او مېرمنې سرلوڅو ژورو څاګانو ته لوېدلي او مړه شوي دي.
Views: 92