ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یوه کس د غالۍاوبدنې یوې کارګاه په جوړولو سلګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

تخار کې یوه کس د غالۍاوبدنې یوې کارګاه په جوړولو سلګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
20 Dec 2023 - 15:12
تخار کې یوه کس د غالۍاوبدنې یوې کارګاه په جوړولو سلګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
20 Dec 2023 - 15:12

تالقان (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): تخار کې یوه ځوان د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د غالۍ‌اوبدنې یوه کارګاه جوړه کړې چې په کې ۴۰ ښځې پر کار بوختې دي.

د یادې کارګاه جوړوونکي حامد قرلق پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې کارګاه جوړول یې شپږ میاشتې مخکې د لاسي صنایعو د ودې، وزګارو ښځو او نجونو ته د کار زمینې برابرولو او له صنعتګرو ښځو د ملاتړ په موخه پیل کړی‎ وو چې اوس بشپړه او په فعالیت یې پیل وکړ او په کې ۴۰ ښځې پر کار بوختې دي.

نوموړي وویل، دا کارګاه یې په خپل شخصي لګښت جوړه کړې چې د حکومت او بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري څو په دې کارګاه کې لا ډېرې ښځې جذب شي.

په ورته وخت کې، ځينې ښځې چې دې کارخونه کې په غالۍاوبدنې او کار بوختې دي د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.

په دې کارګاه کې یوه کارګره ښځه حبیبه حیدري وایي: «مخکې مې په موسسو کې کار کاوه، اوس خوشحاله یم چې دې کارګاه کې راته کار پیدا شوی، له حکومته غواړم چې دغه ډول کاروبارونو په ملاتړ سره د ښځو فعالیت او کار ته اجازه ورکړي.»

په یاده کارګاه کې یوه بله کارګره ښځه شیبا وایي، اوس چې له کوره بهر د ښځو زده‌کړو او کار کې محدودیتونه ډېر شوي، خوشحاله ده چې په دې کارګاه کې کار کوي.

د هغې په خبره، داسې کارخونو کې بوختې ښځې د ځان او خپلو کورنیو د اړتیاو پوره کولو ترڅنګ یوه حرفه هم زده‌ کوي چې راتلونکي کې کولای شي د نور لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغې هم غوښتنه وکړه چې حکومت او بنسټونه باید له داسې کارخونو ملاتړ وکړي.

بلخوا، د تخار د صنعت او سوداګرۍ امر عبدالرحمن غزنوي وایي ، یادې ۴۰ ښځې چې په دې کارګاه کې کار کوي، ‎د یوې موسسې له خوا د میاشتې ۱۲ زره افغانۍ تنخوا ترلاسه کوي او حکومت هم د صنعتګرو ښځو د ملاتړ په موخه پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د هغه په خبره، له یادې کارګاه پرته د دغه ولایت مرکز او ځينو ولسوالیو کې هم د غالیو اوبدنې څو کارګاوې فعالیت لري چې هغو کې به هم ښځې جذب شي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.