کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان په سند ایالت کې د «لعل شهباز قلندر» په نوم له یوه زیارته د ۱۲ میلیون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت سرهزر غلا شوي دي.
ډیلي پاکستان راپور ورکړی، یاد زیارت د سند ایالت په سهوان ښار کې موقعیت لري.
د راپورونو له مخکې، هغه سرهزر چې د خلکو له لورې ډالۍ شوي وو، د یوې میاشتې په اوږدو کې غلا شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ځايي مسوولینو د زیارت مدیر زبیر بلوچ تورن ګڼلی او له دندې یې ګوښه کړی دی.
یوه مسوول چارواکي رسنیو ته ویلي، زبیر بلوچ د څېړنې کمیټې پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
هغه دغه راز د ټولو زیارتونو د مدیرانو پر وړاندې د څېړنو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
Views: 65