Pajhwok Afghan News

بامیان ته څه باندې شل بهرني ګرځندویان تللي

بامیان (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته د تفریحي او لرغونو ځایونو لیدو په موخه ۲۲ بهرني ګرځندویان ورغلي چې د استوګنې او ترانسپورټ برخو کې ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صفی‌الله راید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن ۲۲ بهرني ګرځندویان د لرغونو او فرهنګي ځایونو لیدو په موخه دغه ولایت ته ورغلي دي.

د هغه په خبره، یاد بهرني ګرځندویان له الباني او روسیې هېوادونو په یوه سیاحتي سفر بامیان ته ورغلي چې د بودا، غلغلې او بندامیر له سیمو یې لیدنه کړې ده.

هغه څرګنده کړه، په وروستیو میاشتو کې د بهرنیو ګرځندویانو راتګ ډېر شوی او د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم د ټولو ګرځندویانو تود هرکلی کوي او هغوی ته د اوسېدو، ترانسپورټ او لرغونو سیمو د لارښود برخو کې ټولې اسانتیاوې برابروي.

ورته مهال، امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو امنیټ ټینګولو برخه کې ډاډ ورکوي.

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا په دې اړه وویل، امنیتي پرسونل د ټولو لرغونو سیمو څارنه کوي او په ټول بامیان کې امنیت ټینګ دی.

هغه زیاته کړه، ټول کورني او بهرني ګرځندویانو کولای شي پرته له وېرې او اندېښنې د بامیان له تاریخي او په زړه‌پورو ځایونو لیدنه وکړي.

ورته مهال، «جشوا»‌ د الباني هېواد اوسېدونکې چې په لومړي ځل بامیان ته راغلې وویل چې دغه ولایت ته د تاریخي او فرهنګي ځایونو لیدلو په موخه راغلې ده.

نوموړې زیاته کړه، بامیان کې امنیت تامین دی او تر اوسه له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې.

دغه راز هغې له ټولو بهرنیو ګرځندویانو او مینه‌والو وغوښتل چې افغانستان، په ځانګړې توګه د بامیان لرغوني ولایت ته سفر وکړي او د دغه ولایت په زړه‌پورې ځایونه دې وویني.

Views: 13

Exit mobile version