Pajhwok Afghan News

بلال کریمي: د افغانستان او چین ترمنځ د لوړې کچې دیپلوماتیکي اړیکې یو مثبت او مهم پرمختګ دی

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): په چین کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانکې له مرستیال سره په لیدنه کې کابل کې د سیمه‌ییز تماس ډلې هېوادونو د لومړنۍ کېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي.

په چین کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله (بلال کریمي) د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال ماومینګ سره کتلي دي.

سرچینې دغه راز لیکلي، په دې لیدنه کې ماومینګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره ښو اړیکو د پیاوړتیا او لازیاتو همکاریو په اړه له خپل اړخه ډاډ ورکړی دی.

سرچینې لیکلي، کریمي په دغه ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د لوړې کچې دیپلوماتیکي اړیکې یو مثبت او مهم پرمختګ وباله او د هراړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د دواړو هېوادونو په مشترکو هڅو ټینګار وکړ.

د سفارت پر اېکس پاڼه لیکل شوي: « کریمي همداراز را روانه دوشنبه (۲۹ جنوري ۲۰۲۴) په کابل کې د سیمه‌ییز تماس ډلې هېوادونو لخوا د سیمه‌ییز نوښت لومړنۍ کېدونکې ناستې په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ګډونکوونکو هېوادونو لخوا د لازیاتو خپلمنځي همکاریو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.»

په دې ناسته کې دغه راز د افغانستان او چین ترمنځ په اقتصادي، سوداګریزو او قونسلي اړیکو هم خبرې شوې دي .

Views: 67

Exit mobile version