Pajhwok Afghan News

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د رسنیو له مسوولینو سره مو د ا.ا غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړې

اټلانټا (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په هېواد کې د رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې یې له هغوی سره د اسلامي امارت غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړې دي.

د دغه وزارت له خوا د سلواغې په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې چې نن ترسره شوه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، د نشراتو برخه کې د رسنیو له مسوولینو سره د اسلامي امارت غوښتنې شریکې کړې او له هغوی یې وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې دې اسلامي ارزښتونه او ملي ګټې په پام کې ونیسي، د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړي او له بیان ازادۍ څخه دې سالمه استفاده وکړي.

نوموړي دغه راز، د رسینو مسوولینو ته یو لړ سپارښتې وکړې او ‌ډاډ یې ورکړ چې د رسنیو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اړوندو ادارو هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، په هېواد کې د رسنیو پر ارزښت او مکلفیتونو خبرې وکړې او د رسنیو له مسوولینو یې وغوښتل چې د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې دې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څار رییس ډاکټر عبدالواحد ریان هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او د رسینو له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له دغه ریاست سره شریک کړي.

سرچینې زیاته کړې، د ناستې په پای کې، د رسنیو یو شمېر مسوولینو هم، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام ترڅنګ به د هېواد د ابادۍ، د ملي یووالي پياوړتیا او د اسلامي او ملي ارزښتونه د ساتلو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې اسلامي امارت او د رسنیو مسوولینو یو بل ته څه ډول غوښتنې وړاندې کړې دي.

Views: 11

Exit mobile version