ترینکوټ (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ په لومړي ځل د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ نن (د سلواغې ۱۴مه) د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ووشو فدراسیون او د اطلاعات او فرهنګ ریاست له خوا پیل شوې وې.
اروزګان کې د ووشو فدراسیون مسوول شفیعالله محمدي وایي، د ولایت په کچه دغو یو ورځنیو سیالیو کې د څلورو کلبونو لسګونو لوبغاړو برخه اخیستې وه او په پایله کې «ممتاز» لوبډلې اتلولې خپله کړه.
محمدي زیاته کړه، دا سیالۍ د منتخبې لوبډلې غواروي لپاره وې او له دې وروسته به بریالي کسان د ولایت په استازولۍ په مرکز او نورو ولایتونو کې سیالۍ ترسره کوي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي دا ډول سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ښې روغتیا لپاره مهمې بولي.
هغه له ځوانانو وغوښتل چې ورزش ته په مخه کولو سره د نشهیې توکو کارولو په ګډون له داسې کړنو ډډه وکړي چې ټولنې ته پر زیان تمامېږي.
ورته مهال، په دې سیالیو کې برخه اخیستونکي لوبغاړي خوښ دې چې په لومړي ځل د هغوی د غواروي لپاره ولایتي سیالۍ ترسره کېږي.
د مصطفی په نوم یوه لوبغاړي وویل، د سیالیو په پایله کې د لوړ مقام ګټونکي کسان به له دې وروسته د اروزګان په استازولۍ په نورو ولایتونو کې لوبې ترسره کوي.
Views: 8