کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کابل کې د ايران سفارت له مرستيال او کلتورې اتشې سره په لیدنه کې ویلي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه نن کابل کې د ايران سفارت له مرستيال سيدحسين مرتضوي او د ياد سفارت له نوي مقرر شوي کلتوري اتشې سيد روحالله حسيني سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې ویلي: «له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړو.»
خبرپاڼه کې راغلي، خیرخواه د کلتوري پراختيا د بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې وکړې او کلتوري تبادلات يې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا کې مهم وبلل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لیکلي چې په دغه لیدنه کې د ايران سفارت مرستيال د نوي مقرر شوي کلتوري اتشې د پېژندلو ترڅنګ د کلتوري موضوعاتو په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړيکو د پراختيا برخه کې د همکارۍ کولو خبر ورکړ.
Views: 33