کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ، د هېواد د کانونو برخه کې د پانګونې او نورو برخو کې د دغه هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه د پیغام خپرولو له لارې د دغه وزارت د سرپرست، نورالدین عزیزي او کابل کې مېشت د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د لیدنې خبر ورکړی دی.
سرچینې لیکلي، دواړو لورو کابل ته د قزاقستان د رسمي هیات او خصوصي سکتور د سفر، افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ برخه کې د دغه هېواد د مرستو، د کانونو برخه کې پانګونې، د تورغنډي – سپینبولدک ترانزیټي لارې فعالولو او په ځانګړې توګه د دې لارې د اوسپنې پټلۍ برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون نورالدین عزیزي کابل کې د روسیې د ولسمشر له سلاکار روسلان ایدلګیریف سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې هم د سوداګریزو ویزو صادرولو په برخه کې د اسانتیاوو او د اسلامي نړۍ او روسیې په پنځلسم اقتصادي نړۍوال فورم کې د افغانستان بلنې او ګډون په اړه خبرې وشوې.
Views: 24