Pajhwok Afghan News

خوست کې یو کلینیک ته درې کاله مخکې ودانۍ جوړه شوې خو تر اوسه نه دی فعال شوی

خوست ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د خوست مرکز اړوند د غازي‌اباد سیمې اوسېدونکي وايي چې درې کاله وړاندې یې په سیمه کې کلینیک ته ودانۍ جوړه شوې، خو تر اوسه نه دی فعال شوی.

د دې سيمې اوسېدونکي وايي چې له ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او د عامې روغتيا رياست له مسوولينو غوښتنه کوي چې دغه کلينيک ژر تر ژر فعال کړي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي تراب‌خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یوې عادي ناروغۍ لپاره اړ دي د خوست تر ښاره څو کیلومتره مزل وکړي.

نوموړي وويل، د دې سيمې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او نه شي کولای چې خپل ناروغان نورو کلينيکونو ته يوسي.

دی وايي: «د دغه کلينيک ودانۍ د جمهوريت په اخرو کې بشپړه شوه، که دا کلينيک فعال شي د دې سيمې خلکو زياتې ستونزې به ورسره حل شي. اوس موږ ښار ته خپل مريضان بیایو چې موږ ته ډېره ګرانه ده.»

د غازي‌اباد يوه بل اوسېدونکي نورخان هم پژواک ته وويل چې دا سيمه له ښاره نږدې ۱۵ کيلومتره لرې ده او دوی په اسانۍ سره نه شي کولای ښار ته خپل ناروغان انتقال کړي.

هغه وويل، که دغه کلينيک اوس فعال نه شي او خدمات پيل نه کړي، ښايي په راتلونکي کې يې ودانۍ هم تخريب شي.

هغه زياته کړه: «له دولته مو غوښتنه دا ده چې له بازار څخه دا ساحه ډېره لرې ده، نو دا کلينيک دې راته فعاله کړي او ډاکټران دې ورته راولي.»

د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او غوښتنه وکړه چې عامې روغتیا ریاست دې ورته دغه کلینیک فعال کړي.

بلخوا د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې ياد کلينيک به ډېر ژر د خلکو پرمخ پرانيستل شي.

د دغه رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ پژواک ته وويل، نه يوازې د غازي‌اباد روغتيايي کلينيک، بلکې د ټولو هغو کلينيکو د فعالېدو کارونه روان دي چې ودانۍ يې پخوا جوړې شوې دي.

دی زياتوي: «د غازي‌اباد کلينيک چې د جمهوريت په دور کې جوړ شوی اما تر اوسه پورې پرسونل نه دی ورته راغلي، موږ ساحه له نږدې وڅارله، تعمير يې په ښه ډول جوړ شوی، خو اوس زموږ د امارت مسوولينو کوشش دغه دی چې پرسونل ورته راولو، څو د دې خلکو مشکلات رفع شي.»

دغه راز، نوموړي څه موده مخکې پژواک سره خبرو کې ويلي وو چې دغه ولايت کې د هغو ۱۱ روغتیايي مرکزونو فعالېدو لپاره جدي هڅې روانې دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې غير فعال دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو روغتیايي مرکزونو کې د خلبيسات ۳۰ بستريز روغتون، د نادرشاه کوټ ۳۰ بستريز روغتون، د عليشېرو هارون‌خېلو روغتيايي کلينيک، د تريزيو سين خور کلينيک، د قلموال مېنې روغتيايي مرکز، د چرګوټي روغتيايي مرکز، د لکڼو روغتيايي مرکز، د غازي‌اباد روغتيايي مرکز، د سوراک سليمانزيو روغتيايي مرکز، د بټۍ تاڼې روغتيايي مرکز او د تنګي روغتيايي مرکز شامل دي.

Views: 30

Exit mobile version