Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه

جلال‌اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت د کليو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې يې له څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي قسمت‌الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل په روداتو ولسوالۍ کې یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ له ۱۵۶۴ کورنیو سره مرسته کړې ده.

هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه غوړي، شپږ کیلوګرامه دال او د یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

Views: 11

Exit mobile version