Pajhwok Afghan News

لغمان کې له څه باندې زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په لغمان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړلو نړۍوال پروګرام له لوري له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.

د لغمان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرسته یې نن په دولت‌شاه ولسوالۍ کې په ۱۰۳۴ کورنیو وېشلې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه دال، ۴.۵ لېتره غوړي، یونیم کیلو مغزي حلوا او نیمه کیلو مالګه ورکړل شوي دي.

Views: 36

Exit mobile version