ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس ولایتي روغتون کې ناروغ‌لرونکي: له روغتون بهر د درملو د پېرلو وس نه لرو

27 Feb 2024 - 18:17
27 Feb 2024 - 18:17

قلعۀ‌نو (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د بادغیس ولایتي روغتون کې ځيني ناروغ‌لرونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، وايي چې له روغتون بهر د درملو پېرلو وس نه لري او حکومت باید دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

یوه ناروغ‌لرونکې جمیلې پژواک خبري اژانس ته وویل، درې کلنه‎ لور یې د سینه بغل ناروغۍ له امله دغه روغتون کې بستر ده، خو د اړتیا وړ درمل یې له روغتونه بهر پېرلي دي.

دا له اقتصادي ستونزو شکایت لري او د بادغیس د عامې روغتیا له ریاسته غواړي چې ناروغانو ته د اړتیا وړ وړیا درملو ورکړې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې له پایوازانو سره د روغتون د ځينو کارکوونکو له ناسم چلنده شکایت وکړ، ویې ویل چې باید ورته توصیه وشي چې له پایوازانو سره بد چلند ونه لري.

ورته وخت کې، د جمیلې په نوم یوه بله مېرمن چې دوه ورځې مخکې یې دوه کلن زوی پر شدید سینه او بغل اخته شوی، وايي چې د مقر له ولسوالۍ قلعه‌نو ښار ته راغلې، خو د روغتون د صفایي برخې پرسونل له پایوازانو سره ښه چلند نه کوي.

نوموړې زیاته کړه: «له مجبوریته راغلې یم، لس ورځې کېږي چې ماشوم مې هیڅ نه ښه کېږي، خو خدمې له هغو مېندو سره چې ماشومان یې ناروغ دي، ښه چلند نه کوي.»

جمیله وایي چې د زوی د اړتیا وړ ټول درمل یې له روغتونه بهر اخیستي دي.

یوه بله ناروغ لرونکې حلیمه چې له ابکمري ولسوالۍ څخه یې ‎خپله یوه کلنه لور روغتون ته راوستې هم ورته شکایت لري او وايي چې د یوې بې‌وزلې کورنۍ لپاره سخته ده چې له بازاره درمل وپېري.

نوموړې دغه راز وویل: «درې ورځې کېږي چې ماشوم مې ناروغ دی، له ابکمري ولسوالۍ راغلې یم، پیسې نه لرم، دلته هم زما ناروغ ته درمل نه ورکوي، که ما پیسې درلودای دلته نه راتلم، شخصي کلینیک ته تلم، ډاکټران هم له موږ سره ښه چلند نه کوي، له دولته غواړم چې توجه وکړي څو دا ستونزه حل شي.»

بلخوا د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عجب‌خان حمیدي پژواک ته وویل چې همکارې موسسې ورسره یوه اندازه د درملو مرسته کوي چې د دغه روغتون سل بسترو ته ورکول کېږي، خو دغه روغتون ته د مراجعینو شمېر ډېر دی.

هغه وویل: «هو د قلعه‌نو ښار ولایتي روغتون کې ستونزې شته، درمل کم دي او ښه رسېدنه نه کېږي؛ ځکه چې دا روغتون سل بستریز دی او درمل هم د سلو بسترونو په اندازه دي، خو زموږ د مراجعینو شمېر ډېر دی، دغو ناروغانو ته رسېدنه زموږ له وس پورته ده.»

هغه وایي: «دغه روغتیایي مرکز ته د بسترونو د ډېرېدو او د مراجعینو د ستونزو د حل برخه کې په وار وار د عامې روغتیا له مرکزي مسوولینو سره خبرې شوې دي.»

نوموړي ډاډ ورکړ چې راتلونکي کې به د اورتوپیدي، سترګو، غوږ او ستوني برخې هم دغه روغتیایي مرکز کې فعالې شي.

خو د قلعه‌نو ولایتي روغتون رییس ډاکټر احسان‌الله شینواري پژواک ته وویل چې د ناروغانو د اړتیا وړ ټول درمل د همکارو موسسو له خوا چمتو او دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.

نوموړي د ناروغ‌لرونکو د شکایتونو په اړه چې له پایوازانو سره د روغتون پرسونل سم چلند نه کوي، وویل چې د مراجعینو شمېر ډېر دی او پرسونل ټولو ته یو شان رسېدنه نه شي کولای.

هغه زیاته کړه: «د قلعه‌نو ولایتي روغتون سل بستره لري، کله کله د ورځې شاوخوا ۲۰۰ ناروغان هم مراجعه کوي چې دغو ټولو ناروغانو ته رسېدنه زموږ له وسه پورته ده.»

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version