کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د م.م د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي، بريتانيا له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون پونډ مرسته وکړه.
اوچا پر خپله اېکسپاڼه د دې مرسته له امله له بريتانيا څخه مننه کړې ده.
د راپورونو له مخې، بریتانیا د تېرې سلواغې په ۱۷مه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له اړمنو افغانانو سره ۲۸.۷ میلیون پونډه مرسته کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې له اړو افغانانو سره د مرستو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
Views: 16