Pajhwok Afghan News

سویس له افغانستان سره ۱،۷ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره ۱،۷ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو اړوند یادې ادارې دغه څرګندونې نن پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

اوچا زیاته کړې چې یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخو کې ولګول شي.

سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره بشري برخه کې د یاد هېواد د مرستې کچه ۱۹،۷ میلیون ډالرو ته ورسېده.

سویس د روان لمریز کال د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۹مه هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱،۹ میلیون امریکایي ډالرو مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا د روانې کب میاشتې په ۲۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه ویلي وو چې په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې ۲۳،۷ میلیون افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

Views: 30

Exit mobile version