Pajhwok Afghan News

کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده

کندوز (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): کندوز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخور په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په یاده دښمنۍ کې له یوه لوري یو کس هم وژل شوی و.

یو قومي مخور اغامیر ناصري چې د یادې دښمني په پای ته رسولو کې یې مهم رول درلود وايي، که چېرې کوم لوری له یادې پرېکړې سرغړونه وکړي، د حکومت خزانې ته به پنځه میلیون افغانۍ جریمه ورکوي.

هغه زیاته کړه: «ډېر د خوښۍ ځای دی چې موږ نن د اقتاش ولسوالۍ په هودخېل کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسوله، دغه کار به دوام ولري، موږ هڅه کوو د خلکو ترمنځ شته دښمنۍ د جرګو له لارې پای ته ورسوو.»

بلخوا، پخلا شوې یادو خواوو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به دښمني نه پالي.

په دې اړه د مقتول ورور عصمت‌الله وايي: «له هغو مشرانو چې زموږ د دښمنۍ په هوارولو کې یې هڅه کړې خوښ یو، له نورو خلکو مو هم غوښتنه دا ده چې دښمنیو ته د پای ټکی کېږدي او له یو بل سره سوله وکړي.»

د قاتل پلار محمدامین په دې اړه زیاته کړه: «ژوند ډېر ستونزمن و، له دې وروسته به ارامه ساه واخلو، له ټولو وروڼو چې زموږ د دښمنۍ په پای ته رسولو کې یې همکاري کړې، ستاینه کوم، خدای دې خیر ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې قومي جرګې اوږده مخینه لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کندوز کې له دې لارې ډېرو شخړو ته د پای ټکی کېښودل شوی دی.

Views: 21

Exit mobile version