Pajhwok Afghan News

اروزګان کې نهه زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده

ترینکوټ (پژواک، ۶ وري ۱۴۰۳): د اروزګان ځایي مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه ولایت کې ۴۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تشخیص کړې چې تر اوسه یې یوازې نهه زره جریب راګرځولې ده.

د اروزګان د عدلیې ریاست اړوند د غصب مخنیوي کمېټې ویاند دل‌اغا مشعل وایي، یاده کمېټه چې د ولایت مقام، امنیې قومانداني، کرنې او عدلیې ریاستونو استازي په‌کې برخه لري، توانېدلي په تېرو دوو کلونو کې ۴۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تشخیص کړي.

هغه وویل، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو لسیزو راهیسې د یو شمېر کسانو له خوا په قصدي او غیر قصدي توګه دولتي ځمکې غصب او د شخصي ګټو لپاره کارول کېدې چې د یادې کمېټې له لوري تشخیص شوې دي.

نوموړي وویل، له تشخیص شوې ۴۰ زره جریبه دولتي ځمکې له ډلې یې نهه زره جریب له غصب خلاصه شوې ده.

مشعل زیاته کړه، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې تازه د پنځه زره جریب نورې دولتي ځمکې د استرداد چارې هم بشپړې کړې او ډېر ژر به له غصبه خلاصه شي.

نوموړی وایي، تازه خلاصېدونکي پنځه زره جریب دولتي ځمکه د ترینکوټ ښار اړوند ده.

د دغه ولایت د مسوولینو په خبره، هیڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې دولتي ځمکې غصب او په خپل‌سرې توګه ورڅخه ګټه واخلي.

ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې له کلونو وروسته په لومړي ځل په ډېره اندازه دولتي ځمکه له غاصبینو خلاصېږي.

Views: 29

Exit mobile version