Pajhwok Afghan News

د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د سېلابونو له امله د ویجاړ شوو پروژو د بیارغونې غوښتنه کوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي، د وروستیو سېلابونو امله ویجاړې شوې ټول‌ګټې پروژې دې بیاورغول شي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار د سفیدخار او پایناوې سیمو یو شمېر اوسېدونکو نن د دغه ولایت له والي سره د لیدنې پر مهال وویل، وروستیو ورښتونو او سېلابونو یې په سیمه کې پلونه، پلچکونه او د اوبو سربندونه ویجاړ کړي دي.

د سفیدخار سیمې یوه اوسېدونکي محمدابراهیم وویل، د اوبو سربند یې چې کالونو وړاندې جوړ شوی و، وروستیو سېلابونه ویجاړ کړی او غوښتنه یې وکړه چې حکومت یې باید ژر تر ژره د بېرته جوړولو لپاره اقدام وکړي.

هغه وویل، سیمه کې یې د چرمګر په نوم پل ترینکوټ سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله زیانمن شوی او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

ورته مهال، د پایناوې سیمې یوه اوسېدونکي سیدکریم وویل، وروستیو ورښتونو او سېلابونو سخت مالي زیانونو ور اړولي او د کرنیزو ځمکو تخریب ترڅنګ یې د دوی د سیمې ګڼ شمېر پلچکونه هم زیانمن کړي دي.

هغوی له حکومته وغوښتل چې د یادو ټولګټو پروژو د له منځه تلو مخه ونیسي او له هر څه وړاندې یې د بیارغونې هڅې پیل کړي.

په همدې حال کې د اروزګان والي مولوي عنایت‌الله شجاع وویل، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هغه وویل، د وروستیو ورښتونو له امله دغه ولایت کې څلور لوی پلونه، ۳۲ پلچکونه او ۵۱ د اوبو سربندونه زیانمن شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، دغه ولایت کې ۱۳ زره جریبه ځمکه چې ډېره برخه یې کرنیزه وه، سېلابونو په بشپړه توګه تخریب کړې ده.

هغه د یاد ولایت د اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هڅه کوي د بیارغونې چارې یې پیل کړي.

د یادونې ده چې اروزګان کې د سېلابونو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

Views: 24

Exit mobile version