Pajhwok Afghan News

چین افغان محصلینو ته په طبي او نورو برخو کې د زده‌کړو لنډمهال پروګرامونه برابروي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): په کابل کې د چین سفیر وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د لا پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو ظرفیت لوړولو په موخه د زده‌کړو لنډمهال پروګرامونه برابروي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره ولیدل.

ژاوشینګ د چین او افغانستان اړیکې د دوو دوستو او تاریخي ګاونډیانو په توګه وستایلې، ویې ویل، دا مهال دغه اړیکې په ښه حالت کې دي چې کولای شو د سیمې په کچه یې بېسارې وبولو.

ده وویل، د چین دولت په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دغو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی او په وینا یې، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د زده‌کړو لنډمهالې دورې برابروي.

نوموړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د چیني پانګوالو لېوالتیا یادونه وکړه، ویې ویل، د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په مناسب وضعیت کې دي او چینایي سوداګر او پانګوال لېوال دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د یاد هېواد سفیر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ د چین د سره صلیب ادارې له لارې د خپل هېواد د سل زره ډالرو مرستې یادونه وکړه او ویې ویل، دا مرسته به ژر اړوندو مسوولینو ته ورسېږي.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې  او ویې ویل، د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، کلکې او نه شلېدونکې وې او اسلامي امارت په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتونکی دی.

اداري مرستیال په نړۍواله ټولنه لکه د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په اړه د چین دریځ د دغه هېواد د رهبرۍ د سمو سیاستونو پایله وبلله، ویې ویل، اسلامي امارت د دغه دریځ په قدرداني د واحد چین د پالیسي او د دغه هېواد د اقتصادي پروژو لکه یو کمربند یوه لار ملاتړ کوي.

حنفي د افغانستان کانونو او طبیعي زېرمو ته په اشاره وویل، افغانستان د بې‌ساري کانونو او زېرمو لرونکی دی او دا د چیني شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت دی چې د دې زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت د هر ډول پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د چین له ولسي جمهوریت سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او په خبره یې، هيچا ته د ګاونډیو، سیمې او د سیمې هېوادونو د امنیت ضد د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د متقابل درناوي پر اساس له افغانستان سره چلند وکړي.

Views: 61

Exit mobile version