هرات (پژواک، ١١ غویی ۱۴۰۳): د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د هرات امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي شاهولي رحمت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۷ کسان چې د یوې وسلهوالې ډلې غړي وو او له مودو راهیسې یې وسلهوالې او نورې غلاوې کولې، د دغه ولایت په مرکز کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو چې دا مهال د امنیتي ځواکونو تر څارنه لاندې دي، شپږ موټرسایکل او څو غلا کړي کرځنده موبایلونه نیول شوي دي.
د یادونې ده، پرون هم امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې دوه کسان د غلا په تور نیولي وو.
Views: 6