Pajhwok Afghan News

غور کې مسوولین: سېلابونو د جام منار د له منځه وړلو ګواښ ډېر کړی

فېروزکوه (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې وروستیو سېلابونو د ډېرو مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ، جام تاریخي منار ته هم ډېر زیان اړولی او له مرکزي حکومت او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ساتنې لپاره اقدام وکړي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې اونۍ سېلابونو د مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ، تاریخي ابدو په ځانګړي ډول جام منار ته ډېر زیانونه اړولي دي.

نوموړي وویل: «له بده‌مرغه سېلابونو د جام منار بدنه نیولې او تر اوسه د اوبو رسوبات د منار په منځ کې شته، که عاجل اقدام ونه شي دا منار به له منځه لاړ شي، سېلابونو د منار د بدنې خښتې جلا کړې او دې چارې د منار د له منځه تلو خطر ډېر کړی دی.»

هغه وویل: «د جام ابدې مدیر په سیمه کې دی، خپله هڅه یې کړې خو په یوازې ځان نه شي کولی دغه ابده د منځه تلو له خطره وژغوري، اساسي ستونزه دا ده چې منار ته غځېدلې لار هم بنده ده، کار روان دی څو دغه لاره خلاصه شي.»

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په مرکز کې د اسلامي امارت له مسوولینو او د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) څخه غوښتنه کړې چې د تاریخي ابدو په ځانګړي ډول د جام منار په ساتنه کې اقدام وکړي.

بلخوا، د غور د جام سیمې ځيني اوسېدونکي هم وایي چې دې سیمه کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د جام منار بدنې ته زیان رسولی او د هغه د له منځه تلو ګواښ یې ډېر کړی دی.

د جام سیمې یوه اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وویل: «هغه سېلاب چې د جام دریاچې له لوري د منار لوري ته راغی، ډېر زیات و او د هریرود د سیند اوبه هم ډېرې شوې وې، کوم ریګ او ډبرې یې چې راوړې وې، د سیند لاره یې بنده کړې، اوبه له دواړو لورو د منار بدنې ته لاړې چې منار ته یې ډېر زیان اړولی دی.»

د غور یوه بل اوسېدونکي ضیاءالحق هم د منار د له منځه تلو ته اندېښنه وښوده او ویې ویل: «تېرو شلو کلونو کې دولت او یونسکو د منار بیا رغونې او استحکام‌کارۍ لپاره هیڅ توجه ونه‌کړه او د تېرې اونۍ له سېلابونو سره دغه منار ته ډېر زیانونه اوښتي دي.»

نوموړي وویل: «طبیعي پېښې هر کال دغه منار زیانمنوي، دولت او یونسکو د هغه بیا رغونې ژمنې کوي خو هیڅ یې نه عملي کوي، هر کال سېلابونه دغه منار ته زیان رسوي، فقط ننداره کوي، دا ځل د دغه منار د له منځه تلو خطر ډېر دی.»

هغه له سرپرست حکومت او له یونسکو غوښتنه وکړه څو د منار شاوخوا سیمې استحکام‌کاري کړي او لوړ دېوالونه دې ورته جوړ کړي څو د جام منار بدنې ته د سېلابونو مخنیوی وشي.

د جام منار د نړۍ دویمه د خښتو تاریخي ابده ده او یونسکو کې ثبت دی.

Views: 11

Exit mobile version