ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څارویو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوې دي

16 Jun 2024 - 09:00
16 Jun 2024 - 09:00

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د څارویو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د څارویو بیې د تېر کال د همدې ورځو په پرتله په منځنۍ کچه په کابل کې نږدې ۱۶ سلنه او کندهار کې څه باندې پنځه سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارویو د پلور ځایونه دي؛ له دغو ځایونو یو هم د همدغه ښار د کمپنۍ په سیمه کې دی.

د لوی اختر په رارسېدو سره د څاوریو د پلور په ځایونو کې ګڼه‌ګوڼه ډېره وي؛ ځکه خلک د قربانۍ لپاره څاروي پېري.

د څارویو پلورونکي او پېرېدونکي وايي چې سږ کال د تېر کال د همدې مودې په پرتله د څارویو بيې لوړې شوې دي.

تاج‌محمد چې له څلورو کلونو راهیسې د خوسيانو د پېر او پلور کار کوي، د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال د لوی اختر په ورځو کې د ۲۰ منه خوسکي بیه ۶۵ زره افغانۍ وه او سږ کال بیا د همداسې یوه خوسي بیه  ۷۰ زره افغانیو ته لوړ شوې ده.

هغه زیاته کړه چې لوی مالونه ډېر له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېږي.

په یاده سیمه کې د عمران په نوم یوه بل څاروي پلورونکي وویل، هغه غوایان چې تېر کال په سل زره افغانۍ پلورل کېدل، اوس یې بیه تر ۱۲۰ زره افغانیو لوړه شوې ده.

رازمحمد چې پّ کمپنۍ کې کوچني مالونه پلوري، وایي هغه وری چې تېر کال په يوولس زره افغانۍ پلورل کېده، سږ کال په ۱۳ زره افغانۍ او هغه وزګوړی چې تېر کال په ۹۵۰۰ افغانۍ پلورل کېده اوس ۱۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

یاد کسان د څارویو د بیو لوړېدو لاملونو په اړه وایي، ځیني خلک څاروي نه پلوري؛ ځکه چې د بارانونو له امله څرځایونه شنه دي او غواړي خپل څاروي وساتي.

د هغوی خبره، د بیو لوړېدو بل لامل دا دی چې پّ پاکستان کې هم د څارویو بیې لوړې شوې دي.

کندهار ښار کې د څارویو یو پلورونکی عتیق‌الله وایي چې هلته د هغه غوايي بیه چې تېر کال په ۱۳۳ زره افغانۍ پلورل کېده، ۱۳۷ زره افغانیو، د یوه هغه خوسي بیه چې تېر کال په  ۷۱ زره افغانیو پلورل کېده ۷۵ زره، د هغه پسه بیه چې تېر کال په ۱۱ زره افغانیو پلورل کېده، ۱۳۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې. ده وویل چې د وزګوړي بیه هم د پیسه د بیې په څېر لوړه شوې ده.

یادې شمېرې ښیي چې د څارویو بیې د تېر کال د همدې ورځو په پرتله په منځنۍ کچه پّ کابل کې نږدې ۱۶ سلنه او کندهار کې څه باندې پنځه سلنه لوړې شوې دي.

ځینې پېرېدونکي هم وایي چې د څارویو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند عبدالعلي کلا اوسېدونکی لعل‌محمد په کمپنۍ کې د څارویو پلورځای کې پژواک ته وویل، بیې په داسې حال کې لوړې شوې چې د ده اقتصادي وضعیت هم خراب دی.

دی وایي، هغه څاروي چې تېر کال په شپږ زره افغانۍ پېرل کېدل، سږ کال یې بیه تر نهه زره افغانیو لوړه شوې ده.

د میدان‌وردګو د مرکز کشمیري کلا اوسېدونکي مسعود چې د کابل ښار کمپنۍ سیمې ته د څارویو د پېر لپاره راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ په میدان کې په مالونو پسې وګرځېدو، بیې یې ډېرې لوړې وې، بیا کابل ته راغلو خو دلته هم بیې د تېر کال په پرتله لوړې دي.»

هغه وویل چې تېر کال یې په کابل کې یو پسه په نهه زره افغانۍ اخیستی و، خو اوس هماغه ډول پسه تر ۱۳۰۰۰ افغانۍ په ټیټه بیه نه شي پېرلی.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version